د افغانستان د خوست په ولایت کې د حقاني شبکې ته ستر ګوزار ورکړ شو.
په خوست ولایت کې د حقاني شبکې ۱۴ تنه غړي ونیول شول
د افغانستان د خوست په ولایت کې د حقاني شبکې ته ستر ګوزار ورکړ شو.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خوست ولایت کې د حقاني د شبکې د ۱۴ تنو اورپکو د نیولو نه خبر ورکړی دی.
د ملي امنیت ریاست پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د قطعې منسوبینو په خوست ولایت کې په ترسره کړو ځانګړو عملیاتو کې د حقاني د شبکې ۱۴ تنه اورپکي چې په ورانکارانه او تروریستي فعالیتونو بوخت ول نیولي دي. »
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او ویلي دي چې د قومندان رحمت الله نامي تر امر لاندې کارولو. نوموړي ویلي دي چې ددوې وظیفه د ترهګریزو بریدونو سربیره د خوست ولایت د مشرانو او پیژندل شوو څیرو وژنه وه. دوی ته پدې اړه ځانګړی امر شوی وو.
ملي امنیت ویلي دي چې نیول شوي کسان د خوست ولایت د جاني خیلو په ولسوالۍ کې د برید مسئولین هم دي. دوی پدې برید کې د ګډون درلودو په اړه اعتراف کړی دی.