په بګرام کې د ملي امنیت په کارکوونکو خونړی برید وشو
د افغانستان د پلازمینې کابل شمال لورې ته د بګرام په ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر کارکوونکو خونړي برید وشو.
915499
د افغانستان د پلازمینې کابل شمال لورې ته د بګرام په ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر کارکوونکو خونړي برید وشو.
د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي خبري رسنیو ته ویلي دي چې یادې شوې ولسوالۍ د کوه توپ په سیمه کې د ملي امنیت پر کارکوونکو خونړی برید وشو.
هغه ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۵ تنه د ملي امنیت منسوبینو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې برید د ملي امنیت د منسوبینو پر موټر چې د کور پر لورې روان ول شوی دی.
ولسوال ویلي دي چې برید د نامعلومه وسله والو لخوا شوی دی. تر اوسه پورې د برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی.
د ملي امنیت ریاست د برید په اړه څه ندي ویلي .