د افغانستان په ختیځ کې  د داعش  او طالبانو ترمنځه  نښتو زور اخیستی دی.

د داعش او طالبانو ترمنځه خپل منځني نښتې زیاتې شوي دي

858067
د افغانستان په ختیځ کې  د داعش  او طالبانو ترمنځه  نښتو زور اخیستی دی.

د افغانستان په ختیځ کې  د داعش  او طالبانو ترمنځه  نښتو زور اخیستی دی.

د داعش او طالبانو ترمنځه  د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې  د درندې جګړې نه وروسته  په لغمان کې  نښته وکړه.

د لغمان ولایت د سیمه ییزو  چارواکیو په وینا  تیره ورځ  د یاد شوي ولایت د الینګار په ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې او طالبانو ترمنځه  قوي نښته وشوه. په نښته کې  دواړو خواوو ته  درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.

د لغمان ولایت  د ۲۰۱ سیلاب قول اردو  ویاند  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د داعش او طالبانو ترمنځه  د الینګار ولسوالۍ د کونډه ګل  په سیمه کې  قوي نښته شوې ده .

هغه ویلي دي پدې نښته کې  د طالبانو دوه مهم  قومندانان  وژل شوي  خو د داعش  د مرګ ژوبلې د دقیقې شمیرې په اړه معلومات په لاس کې نشته. هغه ویلي دي چې په نښته کې دواړو خواووته  درانده ځاني زیانونه اوښتي.

د لغمان ولایت نه په ترلاسه شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې  نښته  دریدلې ده خو  ګمان کیږي چې  دواړه خواوې  د لا قوي نښتې په خاطر  په تیاریو  بوختي دي.

په سیمه کې ځینو عیني شاهدانو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې داعش او طالبانو د لا قوي جګړې په خاطر  تازه دمي  جنګیالي  غوښتي دي. کیدای شي چې ددوې ترمنځه  لا قوي نښته  پیل شي.

د ویلو ده چې  طالبانو په لغمان  کې یو زیات شمیر سیمې تر کنټرول لاندې لري  او داعش هڅه کوي چې ځینې سیمې ددونه ونیسي  او د خپل کنټرول لاندې راولي.

داعش  پدې وروستیو کې  په افغانستان کې د طالبانو د ځای ناستي کیدو په خاطر هلې ځلې کوي.



اړوند خبرونه