په کندهار کې د ملي اردو په قرارګاه ډله ییز برید وشو

د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې د ملي اردو په قرارګاه ډله ییز برید وشو

829937
په کندهار کې د ملي اردو په قرارګاه ډله ییز برید وشو

 په افغانستان کې د پکتیا ولایت نه وروسته  دا ځل په کندهار ولایت کې د ملي اردو د ځواکونو  په یو کمپ ډله ییز برید وشو.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت  د برید پخلی کړی دی .

د ملي دفاع وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې طالبانو تیره شپه  د شپې د ۲بجو او ۵۰ دقیقو په شاوخوا کې  په میوند ولسوالۍ کې  د ملي اردو د چشموي په کمپ  ډله ییز برید وکړ.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې پدې برید کې دواړو خواوو ته  درانده ځاني زیانونه اوښتي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې پدې کمپ کې  د ملي اردو ۶۰ تنو سرتیرو  شتون  درلود  چې  په بریدونو او جګړه کې  ۴۳ تنو ژوند  لاسه ورکړی، ۶ تنه لا درکه دي  ، ۹ تنه ټپیان  شوي دي او ۲ تنه  ژوندي  او سالم  ژغورل شوي دي.

په برید کې  او نښته کې  ۱۰ تنه برید کوونکي هم  له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د ملي اردو د ۱۰۵ اتل قول اردو قومندان  یاد شوي کمپ ته رسیدلی  او د پیښې په اړه يي په تحقیقاتو پيل کړی دی.

د یادولو وړ ده چې  طالبانو وړمه  ورځ  په پکتیا ولایت کې  د امنیې په قومندانۍ، ځانګړو ځواکونو په کندک  او د ملي پولیسو په روزنیز مرکز  ډله ییز بریدونه وکړل  چې په پایله کې  ۴۱ تنه  او  تر ۱۵۰ تنو  ډیر ټپیان کړل.

طالبانو  پدې برید کې د پکتیا ولایت د امنیې قومندان جنرال توریالی هم  وواژه.



اړوند خبرونه