ولسمشر اردوغان د عراق په شمال کې د کوردانو سیمه ایزو حکومت نه لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ عراق ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د عراق په شمال کې د کوردانو د سیمه ایز حکومت د اربیل نه هم لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ عراق ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د عراق په شمال کې د کوردانو د سیمه ایز حکومت د اربیل نه هم لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان په اربیل کې د کوردانو د سیمه ایز حکومت د مشر نیچروان بارزاني، لومړي وزیر مسرور بارزاني او ورسره پلاوي سره لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې پر سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وشوې.
د غونډې په ترڅ کې ولسمشر اردوغان وویل چې د خوښۍ ځای دی چې عراق ورځ تر بلې له تاوتریخوالي څخه لرې کیږي او امنیت پکې ټینګیږي. د دې وخت رارسیدلی چې د پي کا کا ترهګریز سازمان مسله نور له اجنډا څخه لرې شي. تورکیه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یووالي ته اهمیت ورکوي. او دا به لا لوړې کچې ته ورسوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د عراق سره ډیر هراړخیز حقوقي متنونه لاسلیک کړل او دا چې د همکارۍ لید د عراق په شمال کې د کوردانو سیمه ایز حکومت هم تر پوښښ لاندې لري . په بغداد کې د لاسلیک شوي تفاهم یادداشت سره نړۍ ته اعلان شوي پراختیايي لاره به د ټول هیواد هوساینې او سولې ته خدمت وکړي. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ، د بغداد او اربیل ادارې باید د دریمې ډلې مداخلو ته د فرصت ورکولو پرته ، سالم فرصتونه له لاسه ورنکړي او په خپلو منځونو کې خبرې اترې او کاري اړیکې جوړې پیاوړې کړي.
ولسمشر اردوغان د عراق په شمال کې د کوردانو د سیمه ایزو حکومت سره د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره د تورکیې د غوښتنې په څرګندولو سره وویل ،چې ، دا مهمه ده چې ژر تر ژره د اوا کوی – فیش هابور سرحدي دروازه پرانیستل شي او د ډیریجیک زیتي سرحدي دروازې له لارې د موټرو تګ راتګ پیل شي.
اردوغان په سیمه کې میشتو ترکمنانو حقونو ته په اشارې سره وویل چې ، باور لري چې په سیمه کې د ترکمنانو حقونه او ګټې په ځانګړې توګه سیاسي نمایندګي به خوندي شي.