د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ۱۳ کلونو ځنډ وروسته عراق ته رسمي سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان عراق ته د خپل یو ورځني  سفر په ترڅ کې لومړنی بغداد او وروسته بیا اربیل ته سفر کوي  .

2130693
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ۱۳ کلونو ځنډ وروسته عراق ته رسمي سفر وکړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ۱۳ کلونو ځنډ وروسته عراق ته رسمي سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان عراق ته د خپل یو ورځني  سفر په ترڅ کې لومړنی بغداد او وروسته بیا اربیل ته سفر کوي  . د دې مهمې لیدنې د اجنډا اصلي موضوع له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري ده. اردوغان په بغداد کې  د خپل سفر په لومړي پړاو کې د عراق له ولسمشر عبداللطیف راشد سره وکتل.

له اردوغان سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا، د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر، د سوداګرۍ وزیر عمر بولات، د ترانسپورت او زیربناوو وزیر عبدالقادر یورال اوغلو، د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي د طبیعي منابعو او د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ او امنیت سلاکار عاکف چاغتای کلیچ هم ملګرتیا کوي.

د ولسمشر اردوغان نه د بغداد په نړیوال هوايي ډګر کې د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني او نورو چارواکو لخوا د رسمي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وشو.

اردوغان د رسمي هرکلي له مراسمو وروسته د عراق له ولسمشر عبداللطیف راشد سره وکتل.

همداشان ولسمشر  اردوغان به وروسته د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع سوډاني سره لیدنه وکړي. ددې لیدنې نه وروسته به په  ګډه خبري غونډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.

اردوغان به وروسته د خپلو تماسونو په چوکاټ کې د عراق شمال کې د اربیل څخه لیدنه وکړي. ولسمشر اردوغان به د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې د ولسمشر نچیروان برزاني سره لیدنه وکړي.



اړوند خبرونه