د جرمني ولسمشر د یو درې ورځني سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر نن د یو رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.
2130680
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر نن د یو رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی. د ویلو ده چې شټاین مایر د خپل لومړني سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.
د جرمني ولسمشر د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د سلمې کلیزې په مناسبت تورکیې ته د خپل درې ورځني سفر په لړ کې خپل لومړی تم ځای استانبول ته راورسید.
شتاين ماير به د خپل دې درې ورځني سفر په ترڅ کې استانبول، غازي انتپ او انقرې ته سفرونه وکړي. هغه به د خپل رسمي لیدونو کتنو ترڅنګ په تورکیه کې د الماني شرکتونو د استازو سره د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړيکو خبرې وکړي .
د جرمني ولسمشر شتاین مایر به د اپریل په ۲۴ مه په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په پلازمینه انقره کې لیدنه وکړي.