د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې، فیدان او بلینکن په ټیلیفوني خبرو کې پر اسرائیلو د ایران له غچ اخیستنې بریدونو نه  وروسته د سیمې پر روان وضعیت خبرې وکړې.

2127754

وزیر فیدان له خپل امریکایي سیال سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې تورکیه په سیمه کې د کړکیچ د پراخیدو په اړه اندیښمنه ده، نوموړي دې ته اشاره وکړه چې تورکیې د غزې د کړکیچ له پیل راهیسې په وار وار ویلي چې دا خطر لري دا مسئله په سیمه ییزه شخړه بدله شي.

فیدان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د اسرائیل او ایران د ستونزې اصلي ریښه د غزې د جګړې سره تړاو لري.  فیدان بلینکن ته یادونه وکړه چې اوربند باید په بیړنۍ توګه اعلان شي او " بشري مرستې" باید غزې ته ورسول شي، که نه نو بحران به دوام ومومي.

فیدان دا هم ویلي، هغه هیوادونه چې پر اسرائیلو نفوذ لري باید د کړکیچ د زیاتیدو د مخنیوي لپاره دقیق پیغامونه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر هم د غونډې په اړه په خپور کړي بیان  کې ویلي چې بلنکن په منځني ختیځ کې د کړکیچ د کمولو لپاره د تورکیې د هلو ځلو له امله له فیډان څخه مننه وکړه.

د غونډې په ترڅ کې، بلینکن د اسرائیلو د امنیت لپاره د خپل هیواد ژمنې تکرار کړې.

انتوني بلنکن د بهرنیو چارو له وزیر فیدان او همدا راز د سعودي عربستان، مصر، اردن او انګلستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران او اسرائیل د کړکیچ په اړه خبرې وکړې او دا پیغام یې ورکړ چې دوی نه غواړي چې په سیمه کې کړکیچ زیات شي.

اړوند خبرونه