تورکیه د کډوالو د قاچاقبرانو او ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي.
په تورکیه کې د کډوالو د قاچاقبرانو او ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې په چوکاټ کې په وروستیو عملیاتو کې ۱۱۷۷ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي.
2126908

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا وویل چې په هیواد کې د کډوالو د قاچاقبرانو او ناقانونه کډوالو پر خلاف د ډال ۱۹ په نامه په عملیاتو کې جمعآ ۱۱۷۷ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي.
وزیر یرلي کایا په وینا دا کسان د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې د سیارو ټیمونو لخوا د پلټنو او ډال ۱۹ ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې نیول شوي دي.
نیول شوي ناقانونه کډوال د کډوالو د بیرته ستنولو مرکزونو ته لیږل شوي دي.