تورکيې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د ايران پر سفارت د اسرائيلو بريد په کلکو ټکو وغنده.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د برید په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې، اسرائيل په خپلو وروستيو سرغړونو کې له نړيوالو قوانينو څخه يوه نوې سرغړونه زياته کړه.
تورکيې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د ايران پر سفارت د اسرائيلو بريد په کلکو ټکو وغنده.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د برید په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې،
اسرائيل په خپلو وروستيو سرغړونو کې له نړيوالو قوانينو څخه يوه نوې سرغړونه زياته کړه.
"موږ په دمشق کې د ایران پر سفارت د اسرائیلو برید غندو." په بیان کې ټینګار شوی چې دا اندیښنه شته چې دا عمل به په یوه شخړه بدل شي چې ټوله سیمه به اغیزمنه کړي.
"موږ ټولو اړوندو خواوو ته بلنه ورکوو چې د سلیم عقل او زغم څخه کار واخلي او د نړیوال قانون سره سم عمل وکړي."
د ویلو ده چې د تیرې دوشنبې پر ورځ په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ په ترسره شوي هوايي برید کې د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په وژل شویو کې ۶ سوري وګړي هم شامل دي او د وژل شویو شمېر ۱۳ تنو ته ورسېد.
په داسې حال کې چې ایران اعلان وکړ چې دا برید اسرائیل کړی، د تل ابیب اداره چوپه خوله پاتې دی.
ایران اعلان وکړ چې د برید غچ به اخلي او ویلي یې دي چې دوی د دې برید پړه پر امریکا اچوي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل