په استانبول کې ستره فاجعه ، لږ تر لږه ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

د استانبول د بیشکتاش په ولسوالۍ کې د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ په زیرزمیني پوړ  کې په یو  نایټ کلب  کې چې د بیارغونې  چارو دوام درلود اورلګیدنه رامنځته شوه.

2123880

د ویلو ده چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

ویل کیږي د استانبول د بیشکتاش ولسوالۍ د غیرت تپې په سیمه کې  په یو نایټ کلب کې چې د بیا رغونې چارو دوام درلود اورلګیدنه رامنځته شوه . د استانبول والي داوود ګل د پيښې په اړه وویل چې ، د دې اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. په پیښه کې وژل شوي ټول کارګران دي .

د اورلګیدنې د لامل د معلومولو په موخه څيړنې او پلټنې پيل شوي دي .

د ویلو ده چې دا پيښه نن سې شنبه د غرمې په ۱۲ بجو او ۴۷ دقیقو رامنځته شوه .

پدې پیښه کې ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ځیني کسان ټپیان شوي دي.

د استانبول والي ویلي دي چې دې نایټ کلب په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د فعالیت اجازه ترلاسه کړې ده. په ۲۰۱۸ کال کې د فعالیت اجازه نوې کړې وه او دلته يي فعالیت کولو.

اړوند خبرونه