ولسمشر اردوغان په تورکیه کې د پرونیو ټاکنو د پایلو په اړه ارزونې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرونیو سیمه ییزو ټاکنو د پایلو په اړه وویل، "د دې ټاکنو ګټونکی زموږ ډیموکراسي، زموږ ملي اراده ده."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرونیو سیمه ییزو ټاکنو د پایلو په اړه وویل، "د دې ټاکنو ګټونکی زموږ ډیموکراسي، زموږ ملي اراده ده."
ولسمشر اردوغان د ټاکنو د پایلو د اعلان نه وروسته د عدالت او پراختیا د ګوند د مرکزي دفتر په مخکې راټولو شوو هیوادوالو ته وینا وکړه.
" غواړم د خپلو هیوادوالو د اعتدال او زموږ د امنیتي ځواکونو د قربانیو او سرښندونو څخه مننه وکړم. د تورکیې ډیموکراسۍ یو ځل بیا خپل بلوغ ثابت کړ."
"لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، ټاکنې د ډیموکراسۍ تر ټولو حساسې ورځې دي، د ملت اراده د رایو په صندوق کې څرګندیږي، ملت خپل غږ ته د رایو په په صندوق کې انعکاس ورکوي، ملت خپل پیغام د رایو د صندوق له لارې سیاستوالو ته رسوي. ملت د رايې ورکولو د صندوق له لارې خپل خبرتيا او ستاينه څرګندوي.
د مارچ ۳۱مه د سيمه ييزو ادارو د ټاکنو د پايلو په پام کې نيولو سره د تورکيې ملت يو ځل بيا د رايو صندوق د يو ښه فرصت په توګه وکاراوه چې سياستوالو ته خپل پيغام ورسوي او. د دې ټاکنو ګټونکی په اصل کې زموږ ډیموکراسي، ملي اراده او ټول ۸۵ میلیونه خلک دي، پرته له دې چې سیاسي نظرونه ولري.»
"که څه هم دا لا تر د ټاکنو نهايي پایلې ندي اعلان شوي خو د رایو د صندوقونو پایلې موږ د (عدالت او پراختیا ګوند) ته ښیې چې موږ په ټول هیواد کې د لوړوالی له لاسه ورکولو سره مخ یو. البته، موږ به د دې کمښت په لاملونو په هر اړخیزه توګه بحث وکړو. موږ به په ټولو هغه ولایتونو چې د لاسه مو ورکړي دي او یا د رایو شمیره مو راټیټه شوې ده لاملونه یو یو په ډیر ښه توګه معلوم کړو او اړین اصلاحات به رامنځته کړو." اردوغان وویل هیله لري چې د ټاکنو پایلې د هیواد، ملت، ښارونو، علاقه داریو او کلیو ټول لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي.