په تورکیه کې د ناقانونه کډوالو د یوې سترې فاجعې مخه ونیول شوه.
د تورکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو د موغلا ولایت په بودرم ولسوالۍ په لسګونو تنه کډوال چې کښتۍ په سمندر کې د ډوبیدو په حال کې وه وژغورل.
په تورکیه کې د ناقانونه کډوالو د یوې سترې فاجعې مخه ونیول شوه.
د تورکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو د موغلا ولایت په بودرم ولسوالۍ په لسګونو تنه کډوال چې کښتۍ په سمندر کې د ډوبیدو په حال کې وه وژغورل.
د سواحلو د امنیت قومندانۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، د سواحلو د امنیت ځواکونو د بودروم ولسوالۍ په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو د یوې کښتۍ په اړه چې په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې وه خبر ترلاسه کړ. سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته انتقال شوې. د ژغورنې ډلو د نوموړې کښتۍ نه ۳۳ تنه چې ۱۲ تنه يي ماشومان ول ژوندي وژغورل.
همداشان د سواحلو د امنیت د ګزمې ټیمونو په همدې ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال د ناقانونه کډوالو درې پلاستیکي کښتۍ چې د یوناني ځواکونو لخوا د تورکیې اوبو ته راشړل شوې وې تثبیت او وژغورل .
پدې ډول جمعآ ۶۷ تنه ناقانونه کډوال د قانوني مراحلو د پلي کولو نه وروسته د موغلا ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.