ولسمشر اردوغان : نړۍواله ټولنه یو ځل بیا ناکامه شوه
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل "نړيوال بنسټونه او سازمانونه يو ځل بيا په غزه کې ناکام شول، بايد ومنو چې اسلامي نړۍ هم په دې بهير کې ښه امتحان نه دی ورکړی."
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل "نړيوال بنسټونه او سازمانونه يو ځل بيا په غزه کې ناکام شول، بايد ومنو چې اسلامي نړۍ هم په دې بهير کې ښه امتحان نه دی ورکړی."
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د « د قدیم دوستانو د روژه ماتي» په مراسمو کې ګډون وکړ. هغه هلته په خپله وینا کې وویل چې اسرائیل د اکتوبر له ۷ مې نیټې راهیسې پر غزې خپلو وحشیانه بریدونو ته دوام ورکوي . په غزه کې د تیرې پيړۍ تر ټولو د وحشیانه نسل وژنې ترسره کیږي. نړۍواله ټولنه یوځل په امتحان کې ناکامه شوه.
"د لوېدیځو هیوادونو منافقت چې اسرائیلو ته د قتل عام لپاره د مهماتو مرسته کوي، غزه یې د نړۍ تر ټولو لوی د ماشومانو په هدیرې بدله کړه."
" دا حقیقت هم باید ومنو چې اسلامي نړۍ هم په دې ازموینه کې پاتې راغلې ده. اسلامي نړۍ هم ناکامه شوې ده. د مسلمانانو په توګه، موږ باید ضرور د ځان سره ددې مسئلې حساب کتاب وکړو. د ځان سره محاسبه وکړو."
ولسمشر د دې په بیانولو سره چې تورکیه له خپلو ټولو وسائلو سره د غزې له ورونو سره مرسته کوي، د ۴۰ زرو ټنو ډیره بشري مرسته مو کړې ده او دا مرسته به لا زیاته کړو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل