ولسمشر اردوغان د پاکستان نوي ټاکل شوي ولسمشر زرداري ته مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله.
2114597
ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ولسمشر اردوغان له زرداري سره په ټيليفون خبرې وكړې.
ولسمشر رجب طیب اردوغان زرداري ته د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې به په هر ډګر کې پراختیا ومومي او نوی دور به د پاکستان په ګټه وي.
اردوغان په پاکستان کې د عامو ټاکنو په موده کې د ترهګریزو بریدونو په غندلو سره وویل چې تورکیه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړي.