حوثیانو په سور سمندرګي کې د امریکا په دوو جنګي کښتیو د برید کولو نه خبر ورکړی دی

په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې په سور سمندرګي کې یې د امریکا دوه جنګي بېړۍ په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې دي.

2111599
حوثیانو په سور سمندرګي کې د امریکا په دوو جنګي کښتیو د برید کولو نه خبر ورکړی دی

په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې په سور سمندرګي کې یې د امریکا دوه جنګي بېړۍ په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې دي.

د حوثي یاغیانو د پوځ ویاند یحیی سیري په خپل بیان کې ویلي، چې دوی په سور سمندرګي کې د امریکا پر دوو بېړیو برید کړی دی.

سیري ویلي چې د امریکا پر کښتیو بریدونه د ډرون الوتکو او توغندیو په مرسته ترسره شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو مرکزي قومندانۍ بیا ویلي دي چې په سور سمندرګي کې د حوثیانو لخوا توغول شوي توغندي په هوا کې شنډ او له منځه وړي دي.

په یمن کې د ایران د ملاتړ نه برښمند حوثیانو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۳۱مه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د یمن له سواحلو څخه د سوداګریزو کښتیو نیول پیل کړل، چې د دوی په وینا له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او پر ځینو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیوبریدونه پیل کړل.

د حوثیانو د کړنو په تعقیب، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په سره سمندر کې خپل سفرونه ودروي.

ددینه وروسته امریکا د انګلستان په ملګرتیا په یمن کې د حوثیانو پر خلاف په بریدونو لاس پورې کړ.

حوثیانو تیره ورځ اعلان وکړ چې امریکا او انګلستان د الحدیده په ښار ۶ بریدونه کړي دي.

حوثیانو ددې بریدونو په ځواب کې بیا په سور سمندرګي کې د امریکا په جنګي کښتیو د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو سره د برید کولو نه خبر ورکړ.



اړوند خبرونه