ولسمشر اردوغان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
2110394
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د تورکیې او پاکستان پر اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې
"زموږ ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې د توركيې او پاكستان په اړيكو، سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وشوې۔
د خبرو په مهال ولسمشر رجب طيب اردوان شهباز شريف ته د لومړي وزير په توګه د بيا انتخابېدو له امله مبارکي وويله او وې ويل چې هغه باور لري چې د توركيې او پاكستان ترمېنځه اړيكې به په نوې دورې كې ژورې او پراختيا ومومي۔ "ولسمشر اردوغان په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو غندنه وکړه او د پاکستان له خلکو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه."