تورکیې په نړۍ کې تر ټولو د ډیرو سیاسي نماینده ګیو په درلودو سره په دریم کتار کې ځای نیولی دی

تورکیه  په نړۍ کې تر ټولو د ډیرو ډیپلوماتیکو او سیاسي نماینده ګیو په درلودو سره د نړۍ دریم هیواد  شو.

2108646
تورکیې په نړۍ کې تر ټولو د ډیرو سیاسي نماینده ګیو په درلودو سره په دریم کتار کې ځای نیولی دی

تورکیه  په نړۍ کې تر ټولو د ډیرو ډیپلوماتیکو او سیاسي نماینده ګیو په درلودو سره د نړۍ دریم هیواد  شو.

په آسټرالیا کې میشته لووي انسټیټیوټ په نړۍ کې تر ټولو د لویو ډیپلوماتیکو شبکو درلودونکو هیوادونو د تثبیت په موخه  د آسیا ، جي شل سازمان  او د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان  څخه د ۶۶ هیوادونو معلوماتو د څیړولو نه وروسته د "نړیوال ډیپلوماسۍ شاخص"  په نوم راپور خپور کړ.

ددې راپور په جوړولو کې  د  ۲۰۲۳ کال د جولای او نوامبر ترمنځه د ۶۶ هیوادونو او سیمو له رسمي ادارو څخه ترلاسه شوي معلوماتو نه استفاده شوې ده .

هیوادونه او سیمې د بهرنیو نماینده ګیو د شمیر له مخې درجه بندي شوي چې دوی لري. په دې اساس، د پراخو ډیپلوماتیکو شبکو په لرلو سره چین په لومړي کتار کې ، امریکا په دویم او تورکیه په دریم کتار کې ځای نیولی دی.

د راپور له مخې، تورکیه په ټوله نړۍ کې ۲۵۲ بهرنيو ډیپلوماتیکو نماینده ګیو په درلودولو سره  ،د سترو دیپلوماتیکو شبکو په درجه بندۍ کې دریم ځای لري.

په راپور کې یادونه شوې چې تورکیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱۱ بهرنۍ نمایندګۍ پرانېستې چې ډېری یې په منځني ختیځ او افریقا کې دي او ویل شوي چې د دغه هېواد نږدې ۴۰ سلنه ډیپلوماټیکې شبکې په اروپا کې موقعیت لري.

په راپور کې له چین، امریکا او تورکیې وروسته په ترتیب سره جاپان، فرانسه، روسیه، انګلستان، جرمني، ایټالیا او برازیل په لومړيو لسو کې راغلي دي.

د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، د تورکیې د فعالو بهرنیو ماموریتونو شمیر چې په ۲۰۰۲ کال کې ۱۶۳ وو، تر ۲۰۲۴ کاله  پورې دا رقم  ۲۶۲ ته لوړ شوی دی.



اړوند خبرونه