د تورکیې لومړنۍ ملي پنځم نسل جنګي الوتکې ( کان ) خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.

د تورکیې د دفاعي صنعت لپاره تاریخي ورځ : د تورکیې لومړنۍ ملي جنګي الوتکې خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب ترسره کړه

2105175
د تورکیې لومړنۍ ملي پنځم نسل جنګي الوتکې ( کان ) خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.

د تورکیې لومړنۍ ملي پنځم نسل جنګي الوتکې ( کان ) خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.

د ویلو ده چې د تورکیې د هوايي او فضايي صنایعو لخوا طرحه، ډیزاین او جوړه شوې او د نړۍ په وروستۍ پرمختللې ټکنالوژۍ سمباله پنځم نسل جنګي الوتکه ( کان ) په پلازمینه انقره کې خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.

د تورکیې ملي پنځم نسل جنګي الوتکې د پلازمینې انقرې د  پوځي هوايي دګر نه خپله لومړنۍ الوتنه  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره کړه. د یوې مودې لپاره د انقرې په اسمان کې د په بریالي توګه د الوتنې نه وروسته بیرته خپلې هډې ته راستنه شوه.

د ویلو ده چې د تورکیې ملي پنځم نسل جنګي الوتکه ( کان ) به په ۲۰۲۸ کال کې د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شي او په خپل رسمي ماموریت به پيل وکړي.

د تورکیې ملي جنګي الوتکه ( کان ) دوه انجنه، د مانور د لوړ قابلیت، د رادار نه د پټیدو ، په هډانه کې د وسلو د انتقال او الکټرونیک محاربې قابلیت او ظرفیت نه برښمنده ده. 

د ویلو ده چې دا الوتکه د هوا په هر ډول حالاتو کې د الوتنې او د هوا نه د هوا او د هوا نه په مځکه کې د خپلو هدفونو د لمنځه وړو قابلیت او توان لري. همداشان دا الوتکه د غږ د سرعت نه د ګرنډي سرعت سره خپل هدف په ډیره دقیقه توګه د لمنځه وړ توان لري.



اړوند خبرونه