د تورکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې ۱۱ تنه ترهګر له منځه یوړل

د تورکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې په ځانګړو عملیاتو کې د پي کاکا ترهګري سازمان ته یو ستر ګوزار ورکړ.

2097666
د تورکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې ۱۱ تنه ترهګر له منځه یوړل

د تورکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې په ځانګړو عملیاتو کې د پي کاکا ترهګري سازمان ته یو ستر ګوزار ورکړ.

د تورکیې د ملي دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د تورکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې د زیتون څانګې او فرات ډال د عملیاتو په سیمو کې د پي کاکا ترهګري سازمان او د هغوی د څانګو پر خلاف ځانګړي عملیات ترسره کړل.

پدې عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي. په بیان کې راغلي دي چې دا عملیات پداسې حال کې ترسره شول چې ترهګرو د تورکیې پر امنیتي ځواکونو د برید هوډ درلود.

د عملیاتو په نتیجه کې ټول ۱۱ تنه ترهګر له منځه یوړل شول.

د تورکیې ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ترهګرو پر خلاف به زمونږ عملیات د هیواد دننه او بهر د قوي ارادې او هوډ سره دوام وکړي.



اړوند خبرونه