ولسمشر اردوغان : د ملي ټیکنالوژیو د ونډې په زیاتولو تمرکز وکړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به د هرې پروژې په پلي کولو کې چې په هره برخه وي د ملي ټیکنالوژیو د ونډې په زیاتولو تمرکز وکړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به د هرې پروژې په پلي کولو کې چې په هره برخه وي د ملي ټیکنالوژیو د ونډې په زیاتولو تمرکز وکړي.
ولسمشر اردوغان د استانبول د هوايي ډګر د میټرو د کاغتخانه – غیرت تپې د برخې د پرانستلو په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې ، د یوې بلې پروژې د پلي کولو سره چې د استانبول د ټرافیکو بار به راکم کړي ډیر خوشحاله دی.
اردوغان وویل چې د دې کرښې په پیلیدو سره په استانبول کې د بشپړ شوي ریل سیسټم شبکې اوږدوالی ۳۳۸ عشاریه ۵ کیلومترو ته لوړ شو.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره چې د استانبول د هوایي ډګر د میټرو لاین ټولې پروسې د داخلي انجینرۍ او ډیزاین تجربې سره ترسره کوي، وویل ، پدې پروژو ډیر افتخار کوي.
"له اوس څخه، موږ به په هره پروژه کې چې موږ یې پلي کوو، د ساحې په پام کې نیولو پرته، د ځايي او ملي ټیکنالوژیو د ونډې په زیاتولو تمرکز وکړو. موږ به په کلکه کار وکړو تر هغه چې موږ د ټکنالوژۍ په ټولو مسلو کې د بشپړ خپلواکه تورکیې هدف ته ورسیږو، په ځانګړې توګه د دفاعي صنعت په برخه کې ."