تورکیې د ناټو په سازمان کې د سویډن غړیتوب تصویب کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب پروتوکول چې د پارلمان لخوا تصویب شوی وو لاسلیک او توشیح کړ.
2093562
تورکیې د ناټو په سازمان کې د سویډن غړیتوب تصویب کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب پروتوکول چې د پارلمان لخوا تصویب شوی وو لاسلیک او توشیح کړ.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي " زموږ ولسمشر رجب طیب اردوغان د شمالي اتلانتیک تړون ته د سویډن د غړیتوب په اړه د تورکیې د ملي شورا لخوا تصویب شوي قانون د توشیح په موخه لاسلیک او توشیح کړ. د ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب د پروتوکول په اړه د ولسمشر فرمان خپور شو.»
د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د سویډن د غړیتوب لاسلیک شوی د ولسمشر فرمان په رسمي جریده کې خپور شو.
پدې ډول تورکیې د ناټو په سازمان کې د سویډن غړیتوب ته اجازه او ویزه ورکړه.