تورکیې پارلمان په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب اړوند پروتوکول تصویب کړ
د تورکیې پارلمان د شمالي اتلانتیک تړون ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب اړوند د پروتوکول د تصویب په اړه بحثونه او خبرې اترې بشپړې شوې.
2092492
د تورکیې پارلمان د شمالي اتلانتیک تړون ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب اړوند د پروتوکول د تصویب په اړه بحثونه او خبرې اترې بشپړې شوې.
د تورکیې په پارلمان کې د اوږدو خبرو اترو او بحثونو نه وروسته د نوموړي پروتوکول د تصویب په اړه د قانون په مسودې رای اچونه وشوه.
په رای اچونه کې نوموړې مسوده په پارلمان کې د موجودو ۳۴۶ وکیلانو څخه د ۲۸۷ وکیلانو د موافقو، ۵۵ وکیلانو د مخالفو او ۴ تنو وکیلانو د ممتنع رایو سره تصویب شوه.
پدې ډول د تورکیې پارلمان د شمالي اتلانتیک تړون ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب اړوند پروتوکول تصویب کړ او سویډن ته د ناټو ویزه ورکړه.