تورکیه - ایران او روسیه د سوریې د ستونزې د حل په موخه غونډه کوي

تورکیه، روسیه او ایران چې د سوریې د کړکېچ د حل ضمانت کوونکي دي، د جنورۍ په ۲۴-۲۵ مو نیټو به  د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې سره غونډه وکړي.

2090897

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د آستانې په بڼه د سوریې په اړه د آستانې د تضمین کوونکو د ګډې غوښتنې په اساس به د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه په استانه کې خبرې اترې وشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې خبرو کې به د ضمانت کوونکو هېوادونو تورکیې، روسیې او ایران او همدا راز د دمشق د حکومت او مخالفینو استازي برخه واخلي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې تمه ده په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو او اردن، عراق او لبنان استازي د څارونکو په توګه ګډون وکړي.

"په لومړنۍ اجنډا کې د سوریې په شاوخوا کې د سیمه ایز وضعیت پراختیا، په سوریه کې د هراړخیز حل لپاره هڅې، د بشري وضعیت او د سوریې د بیارغونې د اسانتیا لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو هڅول شامل دي."

د آستانه مذاکراتو میکانیزم  چې د سوریې د کړکیچ د حل په موخه جوړ شوی وو، وروستی ځل د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې غونډه کړې وه.

اړوند خبرونه