تورکیې په ایران، عراق او پاکستان لپاره د اعتدال غږ وکړ.

تورکیې ایران ، پاکستان او عراق اعتدال او سکونت ته راوبلل

2090427
تورکیې په ایران، عراق او پاکستان لپاره د اعتدال غږ وکړ.

تورکیې په ایران، عراق او پاکستان لپاره د اعتدال غږ وکړ.

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بیانیه خپره کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، موږ د وروستیو پرمختګونو په اړه چې په عراق کې پر ځينو هدفونو د ايران له بريدونو سره پيل ، پرون سهار په پاکستان کې پر ځينو اهدافو د ايران له بريدونو سره پراخ شول او نن سهار د ايران پر هدفونو د پاکستان له بريدونو سره پکې زياتوالى راغى ډیر اندیښمن یو.

په خبرپاڼه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ، مونږ  پدې باور یو چې ستونزې بايد د قانون او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان منشور ،د دوستۍ او ورورګلوۍ په درک سره، د هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته د متقابل درناوي پر بنسټ د نړيوالو اصولو په چوکاټ کې حل شي. ټولې مسئلې باید د خبرو اترو او همکارۍ له لارې حل شي پرته له دې چې سیمه ایز امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

په خبرپاڼه  کې راغلي "موږ په دوست او ورونو هیوادونو ایران، عراق او پاکستان غږ کوو چې د اعتدال او عقل سلیم نه کار واخلي. د تورکیې جمهوریت چمتو دی چې په سوله ییزه توګه د شخړو د حل په برخه کې خپلې تجربې  د سیمې له هېوادونو سره شریکې او پدې برخه کې مرسته وکړي."



اړوند خبرونه