تورکیې استخباراتو په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم غړی ونیو
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) د سوریې په حلب کې د فرات ډال او زیتون څانګې عملیاتو په سیمه کې د تورکیې پر امنیتي ځواکونو د برید پلان جوړونکی د داعش ترهګرې ډلې یو تن مهم قوماندان او مسئول ونیو.
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) د سوریې په حلب کې د فرات ډال او زیتون څانګې عملیاتو په سیمه کې د تورکیې پر امنیتي ځواکونو د برید پلان جوړونکی د داعش ترهګرې ډلې یو تن مهم قوماندان او مسئول ونیو.
د امنیتي سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د تورکیې د ملي استخباراتو منسوبینو راپور ترلاسه کړ چې د داعش ترهګرې ډلې یو تن قوماندان عبدالله ال جندي مشهور په "خطاب المهاجر" په سوریه کې د تورکيې په امنیتي ځواکونو په د موټرو په کتار د برید پلان جوړ کړی دی. وروسته د تورکیې امنیتي ځواکونو نوموړی د تعقیب لاندې ونیو.
د تورکیې د ملي استخباراتو منسوبینو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د نوموړي ترهګرو د نیولو په خاطر عملیات ترسره کړل. د عملیاتو په نتیجه کې داعشي ترهګر ال جندي د فرات ډال د عملیاتو په سیمه کې ژوندی ونیول شو.
ال جندي په خپل بیان کې اعتراف وکړ چې داعش د فرات ډال او زیتون څانګې عملیاتو په سیمه کې د تورکیې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د عملیاتو لپاره تیاری نیولی و.
الجندی د دې په څرګندولو سره چې د داعش ترهګرې ډلې غړي وخت په وخت په دې برخه کې کشفي فعالیتونه ترسره کوي، د دې سازمان د غړو په اړه هم معلومات ورکړل.
د ویلو ده چې پدې عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې پلان شنډ او افشا او د داعش ترهګرې ډلې اړوند یو زیات شمیر اسناد ترلاسه شوي دي.
د ویلو ده چې د تورکیې امنیتي ځواکونو تیره اونۍ د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په هممهاله توګه عملیات ترسره کړي وو چې په نتیجه کې نږدې ۲۰۰ تنه د داعش په ترهګرې ډلې کې د غړیتوب او ملاتړ په تور نیولي وو.