په استانبول کې یو ځل بیا د فلسطین د خلکو نه د ملاتړ په خاطر یوه ستره غونډه جوړه شوه
د تورکیې د ۳۰۸ غیر دولتي سازمانونو په ګډون د نوي میلادي کال په لومړی سهار په استانبول کې د « د تورکیې شهیدانو ته د دعاء، د فلسطین څخه ملاتړ، پر اسرائیلو لعنت» تر نامه لاندې یو ستر او عظیم لاریون تر سره شو.
د تورکیې د ۳۰۸ غیر دولتي سازمانونو په ګډون د نوي میلادي کال په لومړی سهار په استانبول کې د « د تورکیې شهیدانو ته د دعاء، د فلسطین څخه ملاتړ، پر اسرائیلو لعنت» تر نامه لاندې یو ستر او عظیم لاریون تر سره شو.
په لسګونو زره خلک پدې لاریون کې د ګډون په موخه د ګالاتا د پل په سیمه کې سره راغونډ شول.
د سهار له لمانځه وروسته په ایه صوفیه جومات، امین اونو نوي جومات، سلطان احمد جومات او سلیمانیه جومات کې د تورکیې د سرتیرو لپاره چې د پي کاکا ترهګریز سازمان په برید کې په شهادت رسیدلي وو او هغو فلسطینیانو لپاره چې د اسرائیلو په بریدونو کې په شهادت رسیدلي دي، دعاګانې وشوې.
د ښار په څلورو لویو جوماتونو کې د سهار له لمانځه وروسته ګډونوال د جوماتونو مخې ته راغونډ شول او او وروسته د ګالاتا پله پر لورې لاریون پيل کړ.
ګډونوالو په لاسونو کې د تورکيې او فلسطين بيرغونه درلود، "شهيدان نه مري، وطن نه بېلېدونکى دى"، "د غدارانو سره به حساب وشي، قاتل اسرائيل سره خامخا به حساب وشي"، "قاتل اسرائيل، له فلسطينه ووځي" زموږ ژوند د الاقصی قربان دی، "حماس ته سلام" "مقاومت ته دوام " په څیر شعارونه ورکول.
لاریون کوونکو چې په تورکي، عربي او انګلیسي ژبو لیکل شوې شعارونه لیږدول، د تکبیرونو په ویلو يي لاریون ته دوام ورکړ.
د ویلو ده چې د ګالاتا پل شاوخوا ۲۰۰ کب نیولو کښتیو هم ددې لاریون نه د ملاتړ په موخه د ګالاتا په سیمه کې په سمندر کې سره راټولې شوې وې.
همداشان پدې ستر او لاریون کې د تورکیې د ځوانانو او سپورت وزیر عثمان اشکن باک، د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا، د تورکیې د ملي شورا پخوانی رئیس مصطفی شینتوپ، د عدالت او پراختیا ګوند غړیو او تورکیې د پارلمان وکیلانو خلوصي اکار، نورالدین نباتي، سلیمان سویلو، د علم د د خپرولو د بنسټ د بورډ رئیس بلال اردوغان ، د ټي ۳ د بڼست افتخاري رئیس، د تکنو فسټ او بایکار ټکنالوژۍ د اجرایوي شورا رئیس سلجوق بیرقدار ، د عدالت او پراختیا ګوند د استانبول ولایتي رئیس عثمان نوري کباک تپه او یو زیات شمیر نورو چارواکیو او په زرګونو تنو هیوادوالو ګډون کړی وو.
د ویلو ده چې ددینه مخکې هم په استانبول کې د فلسطین په ملاتړ سترې غونډې او لاریونونه جوړ شوي وو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل