په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو پر خلاف مبارزه دوام لري.

په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو پر خلاف مبارزه دوام لري.

2080309
په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو پر خلاف مبارزه دوام لري.

په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو پر خلاف مبارزه دوام لري.

د تورکیې په ۳۷ ولایتونو کې د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو پر خلاف په ترسره شوو عملیاتو کې  ۱۹۲ تنه د کډوالو قاچاقبران او ۴۵۸۶ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي.

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د استانبول، انتالیا او ایزمیر ولایتونو په ګډون په ۳۷ ولایتونو کې د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو پر خلاف په هم مهاله توګه په ترسره شوو عملیاتو کې ۱۹۲ تنه کډوالو قاچاقبران او ۴۵۸۶ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي.

هغه په خپور کړي بیان کې ټینګار کړی دی چې " غواړم خپل ګران ملت ته ووایم چې هیچا ته به اجازه ورنکړو چې زمونږ هیواد د ناقانونه کډوالو پر مرکز او یا په ترانزیت لارې بدل کړي. یو د بل پسې نیو او د قانون منګولو ته يي سپارو.



اړوند خبرونه