تورکیې په پراګ کې پر پوهنتون د وسله وال برید له امله د چک جمهوریت سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د تورکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اونجو کیچه لي د چک جمهوریت د پلازمېنې پراګ په مرکز کې د کارلس پوهنتون د فلسفې په پوهنځي کې د وسله وال برید په اړه چې په ترڅ کې یې تر ۱۵ زیات کسان وژل شوي د خواشینۍ پیغام خپور کړ.

2079523

کیچه لي، په خپور کړي د خواشینۍ په پیغام کې ویلي دي چې  " په ډیرې خواشینۍ سره مو په پراګ کې د کارلس پوهنتون د فلسفې په پوهنځي د وسله وال برید په اړه چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۵ تنو ژوند  د لاسه ورکړی او ګنشمیر نور ټپیان شوي دي خبر ترلاسه کړ. مونږ  ددې پیښې د قربانیانو د کورنیو او د چک جمهوریت د خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو" .

هغه ویلي دي چې د شته معلوماتو له مخې، په پیښه کې د تورکیې کوم اتباع ته هیڅډول زیان ندی رسیدلی، او په پراګ کې د تورکیې سفارت د چک چارواکو سره په تماس کې دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې د پراګ په مرکز کې د کارلس پوهنتون د فلسفې پر پوهنځي په وسله وال برید کې تر ۱۵ زیات کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه