د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اروپايي ټولنې او ناټو سازمان ډیرې سختې نیوکې وکړې.

فیدان : دا حقیقت چې اروپايي ټولنه تورکیې ته د یوه شریک په سترګه نه بلکې د رقیب په سترګه کوري او د ناټو ځینې متحدین د تورکیې امنیتي حساسیتونه په پام کې نه نیسي، تورکیه دې ته مجبوروي چې بدیل تګلارې جوړې کړي.

2079554
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اروپايي ټولنې او ناټو سازمان ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اروپايي ټولنې او ناټو سازمان ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، دا حقیقت چې اروپايي ټولنه تورکیې ته د یوه شریک په سترګه نه بلکې د رقیب په سترګه کوري او د ناټو ځینې متحدین د تورکیې امنیتي حساسیتونه په پام کې نه نیسي، تورکیه دې ته مجبوروي چې بدیل تګلارې جوړې کړي.

فیدان دا څرګندونې د تورکیې د ملي شورا په عمومي غونډه کې د خپل وزارت د ۲۰۲۴ کال د  بودیجې په اړه په خپله وینا کې وکړې.

وزیر فیدان څرګنده کړه چې تورکیه په یوه داسې لوبغاړی بدل شو چې په بهرنۍ پالیسۍ کې نړیواله اجنډا ټاکي او په حساسو جغرافیو کې نفوذ پیدا کوي.

هاکان فیدان ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې د تورکیې بهرنی سیاست چې  د ارزښتونو او حقیقت پر بڼسټ جوړ دی تر هر وخته  ډیر ارزښمند دی.

په غزه کې د روانو ظلمونو پر وړاندې په ډیر لوړ اواز د غږ اوچتولو لامل هم همدا خبره ده. موږ به هېڅکله هم  د سم او ناسم او ښه او بد ترمنځه  توپیر کولو نه لاس وانخلو. لکه څرنګه چې تر ننه پورې د خپلو فلسطیني وروڼو ترڅنګ دریدلي یو ، ددینه وروسته به هم دریدو ته دوام ورکړو.

فیدان د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي یووالي په اړه په خپلو ژمنو باندې په ټینګار سره وویل چې د ترهګرو سازمانونو په ځانګړې توګه د PKK/YPG په وړاندې مبارزه به دوام ولري.

وزير فيدان وويل، په ليبيا کې د هېواد د يووالي او بشپړتيا ساتل او د دغه هېواد د يو ځل بيا شخړو د مخنيوي لپاره د دوى له مهمو لومړيتوبونو څخه دي.

فیدان د ناټو سیاستونو ته په اشارې سره وویل: کله چې موږ په وروستیو کلونو کې د ناټو د ځینو هیوادونو له خوا عملي شوي سیاستونو ته ګورو، په سوریه کې د PKK/YPG ملاتړ او په دفاعي صنعت کې پر تورکیې لګول شوي بندیزونه یو تناقض رامنځته کوي.

د بهرنیو چارو وزیر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو په اړه وویل:

" دا حقیقت چې اروپايي ټولنه تورکیې ته د یوه شریک په سترګه نه بلکې د رقیب په سترګه کوري او د ناټو ځینې متحدین د تورکیې امنیتي حساسیتونه په پام کې نه نیسي، تورکیه دې ته مجبوروي چې بدیل تګلارې جوړې کړي.

دا زموږ لپاره انتخاب نه دی. زموږ د دولت او ملت د بقا لپاره یوه اړتیا ګرځیدلې ده."



اړوند خبرونه