ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر بایدن سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

2076821
ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر بایدن سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دې ټيلیفوني خبرو کې پر فلسطین د اسرائیلو د بریدونو، په ځانګړې توګه د غزې په روان وضعیت،  تورکیې او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو، په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پر بهیر او په نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان د نوموړي تماس  په ترڅ کې وویل چې په غزه کې بشري تراژیدي باید ژر تر ژره ودرول شي چې د امریکا لخوا د اسرائیلو نه د غیر مشروط ملاتړ په ایستلو سره ژر تر ژره اوربند تامین شي. ولسمشر اردوغان وویل  چې دا هم د  نړۍ او هم د امریکا عامه افکارو غوښتنه ده. ولسمشر اردوغان وویل چې په سیمه کې هر څه ژر د دایمې او تل پاتې اوربند تامینول د امریکا تاریخي مسئولیت دی .

ولسمشر اردوغان وویل چې د اسرائیلو د بریدونو ژورول او اوږدول کیدای شي منفي سیمه ایزې او نړۍوالې پایلې ولري او د تورکیې لخوا وړاندیز شوی د تضمین میکانیزم رامنځته کول، د ورکړل شوو  ژمنو عملي کول  او د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو او ختیځ بیت المقدس د پلازمینې سره  د یو خپلواکه، ازاده او مستقل ارضي تمامیت خاوند فلسطیني دولت رامنځته کول په سیمه کې د ټولو ستونزو یواځنۍ حل لاره ده.

د ولسمشر اردوغان او بایډن ترمنځ پدې ټیلیفوني خبرو  کې تورکیې ته د اف ۱۶  جنګي الوتکو د ورکولو پر مسلې هم خبرې وشوې.



اړوند خبرونه