د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یو مهم سفر په ترڅ کې  جرمني ته سفر کوي.

ولسمشر اردوغان د ۴ کلونو وروسته جرمني ته سفر کوي

2065502
د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یو مهم سفر په ترڅ کې  جرمني ته سفر کوي.

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یو مهم سفر په ترڅ کې  جرمني ته سفر کوي.

د ویلو ده چې ددې سفر په ترڅ کې د لیدونو په اجنډا کې  به درې مهمې موضوعګانې د شتون ولري.  پر غزې د اسرائیلو بریدونه، د تورکیې – اروپايي ټولنې اړیکې او د اروپايي ټولنې – تورکیې  ترمنځه د مهاجرت تړون .

ولسمشر اردوغان چې د وروستي ځل لپاره  ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې جرمني ته سفر کړی و، نږدې څلور کاله وروسته به برلین ته د خپل سفر په ترڅ کې د جرمني له ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر او لومړي وزیر اولاف شولز سره وګوري. د ملاقات په مهال به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې په ټولو اړخونو و ارزول شي او د اوسنيو نړيوالو او سيمه ايزو مسايلو په اړه به هم د نظريو تبادله وشي. په پام کې ده چې د تورکیې له سترو سوداګریزو شریکانو له جرمني سره د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۲ کال کې له ۴۵.۲ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۳۰ کال کې ۵۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

د خبرو اترو په جریان کې د دریو مهمو موضوعاتو څخه لومړی به په غزه کې د اسرائیلو زیاتیدونکي تاوتریخوالی او د بشري حقونو سرغړونې وي. اردوغان به  دې ته په اشارې سره چې د هرې دقیقې په تېرېدو سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله په ډېرېدو ده، ټینګار وکړي چې دوی به په نړیوالو محکمو کې د اسرائیلو د محاکمې لپاره چې جنګي جنایتونه مرتکب شوي دي کار وکړي  او به د اوربند او دایمي سولې د تامین  ملاتړ کوي.

د ولسمشر اردوغان د لیدونو دویمه موضوع د تورکیې او اروپايي ټولنې اړیکې دي.

دویمه مهمه موضوع به د تورکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو بیا رغونه وي. په دې برخه کې به د ګمرکونو د اتحادیې د موافقتنامې تازه کول او د ویزې د ازادولو مسلې د لومړیتوب په توګه مطرح شي. تمه کیږي چې اردوغان د خبرو په ترڅ کې دې ته اشاره وکړي چې د ګمرکي اتحادیې بیاکتنه به تورکیې او اروپایي اتحادیې دواړو ته ګټه ورسوي .

دریمه مهمه موضوع د خبرو اترو په ترڅ کې به د اروپایی اتحادیې او تورکیې ترمنځه مهاجرت تړون وي.



اړوند خبرونه