ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړۍ وزیرې سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
2064860
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ د رسنیو د دفتر د خبر له مخې په دغه ملاقات کې پر غزې د اسرائیلو د وحشیانه او ظالمانه بریدونو، د اسرائیلو لخوا روان د بشري حقونو سرغړونو او په سیمه کې د بشري ناورین په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د فلسطین د خاورې په خلاف وحشت لاپسې ژوریږي او د هرې دقیقې په تیریدو سره د ملکي وګړو وژنه په زیاتیدو ده . ولسمشر اردوغان وویل اسرائیلو چې جنګي جنایتونه يي ترسره کړي دي په نړیوالو محکمو کې د محاکمه کولو په خاطر کار کوي او د ایټالیا نه د ملاتړ تمه لري. ولسمشر اردوغان وویل چې په غزه کې د سمدلاسه اوربند او سولې د ټینګښت په خاطر د نړۍوالې ټولنې نه د مرستې او ملاتړ غوښتنه کوي.