تورکیې کورنیو چارو وزیر: هیچا ته به اجازه ورنکړو چې په غیرې قانوني توګه تورکیې ته داخل شي

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا د ایران سره په پوله کې د امنیتي دیوار او ناقانونه کډوالو د بیرته ستنولو د مرکز نه لیدنه وکړه.

2063737
تورکیې کورنیو چارو وزیر: هیچا ته به اجازه ورنکړو چې په غیرې قانوني توګه تورکیې ته داخل شي

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا د ایران سره په پوله کې د امنیتي دیوار او ناقانونه کډوالو د بیرته ستنولو د مرکز نه لیدنه وکړه.

هغه ددې خبرې  په ټینګار سره وویل چې سرحدي دیوالونه او سیسټمونه د پولې نه د غیرقانوني تګ راتګ مخه نیسي.  پدې برخه کې خورا مهم رول لوبوي. هغه وویل،

" پدې دندې د ګمارل کیدو له لومړۍ ورځې راهیسې خپل ولسمشر په مشرۍ  او لارښونه زموږ د غیرې قانوني کډوالۍ پر خلاف مبارزه د قوي عزم او هوډ سره روانه کړې ده . زه غواړم په ډیر ویاړ سره ووایم چې دا سرحدي دیوالونه یوازې دیوالونه نه دي، بلکې زموږ مربوط سیسټمونه د غیرقانوني مهاجرینو مخه نیسي. زموږ لوري ته د د ناقانونه تیریدو څخه مخه نیسي او موږ ته پدې برخه کې ډیر ستر قوت  راکړی دی. یوازې زموږ د ګوک ای سرحدي کنډک د تیر کال له پیل راهیسې د ایران څخه  تورکیې خاورو ته د ۱۸۵۰۰ تنو د راتیریدو مخنیوی کړی دی.  د څارنې دا سیسټم شپه او ورځ هر څه ثبتوي. تر یوې  میاشت يي ارشیفوي.  دلته موږ په ډیر ویاړ سره  ددې شاهدان یو چې په زرګونو تنه  ناقانونه کډوال زموږ دیوالونو ته له نږدې کیدو دمخه بیرته رالیږل شوي دي. زموږ د کډوالۍ د ریاست تر ادارې لاندې  د ډیپورت او یا برته ستنولو په مرکزونو کې تر نن ورځې پورې ۲۶ زره ناقانونه کډوال شتون لري. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ په خپلو ښارونو کې غیرقانوني کډوال په ډیر هوډ سره نیسو، د ډیپورټ مرکزونو ته یې سپارو او له هغه ځایه یې د کړنلارې په تعقیب خپلو هیوادونو ته استول کیږي."

وزیر یرلیکایا وویل: "زه غواړم له دې ځایه ووینم چې دا دیوال په ډیر مؤثره توګه کار کوي او تاسو سره یې شریکوم. موږ ګورو چې د ۲۶ زره مهاجرینو څخه ۵ سلنه تازه نیول شوي دي. له اخراج څخه مخکې مرکو او ملاقاتونو کې معلومه شوې ده چې پاتې کسان هغه کسان ویزې او یا د اوسیدو قانوني  اسنادو موده يي پاته رسیدلې ده.  "زه غواړم ووایم چې داسې غیرقانوني کډوال شتون لري چې د اوسیدو جواز یې پای ته رسیدلی او ظاهرا ډیر دمخه داخل شوي دي."

"زموږ سرحدي ځواکونه ناقانونه کډوال نه زغمي"

یرلیکایا دې ته په اشارې سره چې په پوله کې سرتیري تل په عزم او قوي هوډ سره خپله دنده ترسره کوي.

"زه غواړم خپل ګران ملت ته په ډیره خوښۍ سره ووایم چې زموږ ځواکونه شپه او ورځ په ډیر عزم سره زموږ پولې د څار لاندې نیولي  دي. د غوره ټیکنالوژۍ څخه په استفادې، هیچا ته اجازه نه ورکوي  چې په غیرې قانوني توګه زمونږ د پولو نه تګ راتګ وکړي. د هوا په هر ډول شرایطو کې دوې خپلې دندې ترسره کوي.

هغه وویل چې مونږ راغلي یو چې ددوې دا قیمتي  خدمات له نږدې نه وګورو او ددوې ستاینه وکړو.

زه د دوی په هر یو ویاړم. ما ولیدل چې زموږ پولیس، ژاندارم، سرحدي سرتیري، محکمه او د دولت ټولې ادارې او ارګانونه زموږ د والي تر همغږۍ لاندې په خورا ښه توګه کار کوي. زه غواړم دا زموږ د هیوادوالو سره شریک کړم. زه د دوی ستاینه کوم، او زه غواړم دوی پوه شي چې موږ د کورنیو چارو وزارت او حکومت په توګه تل هڅه کوو چې زموږ د دې خدمت ښه والی ومومي."



اړوند خبرونه