تورکیې پر اروپايي ټولنې سختې نیوکې وکړې

تورکیې ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغه نظریې ستاینه کوو چې ویلي‌ دي‌  د حماس-اسرائیل جګړې په اړه د تورکیې  دریځ د اروپایی ټولنې  د دریځ سره "په بشپړ ډول سمون  نلري".

2062355
تورکیې پر اروپايي ټولنې سختې نیوکې وکړې

تورکیې ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغه نظریې ستاینه کوو چې ویلي‌ دي‌  د حماس-اسرائیل جګړې په اړه د تورکیې  دریځ د اروپایی ټولنې  د دریځ سره "په بشپړ ډول سمون  نلري".

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې د کمیسیون لخوا خپور شوي‌ د ۲۰۲۳ کال د پراختیا ستراتیژۍ د سند او تورکیې په ګډون د ټولو نوماندو هیوادونو په اړه د خپور کړي‌ راپور په اړه چې په ځانګړې توګه د سیاسي‌ اصولو، قضايي او اساسي‌ حقونو د فلسفې سره په ټکر کې د بې بڼسټه ادعاګانو او نیوکو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی او ویلي‌ دي‌ چې مونږ دا بې بڼسټه ادعاګانې او تورونه په کلکه توګه ردو.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ " پداسې حال کې چې دا ډول بې بڼسټه ادعاګانې او تورونه د یو پلو نه د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په بهرني سیاست، سیمه ایزو پرمختګونو، امنیت ، دفاعي‌ برخو او نورو سکتوري‌ برخو کې موجود په لوړه کچه د مذاکراتو او همکارۍ میکانیزمونو پر وړاندې خنډونه ایجادوي ، د بلې خوا ددې ادعا کول چې ګواکې په مهمو برخو کې د اروپايي سیاستونو سره د تورکیې تطابق او سمون کم شوی دی په ښکاره توګه متضاد عمل کول دي.

 په بیان کې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه د اسرائیلو روان یرغل ته په اشارې سره ویل شوي‌ دي‌ "موږ اړتیا احساسوو اروپایی ټولنې  چې په ننۍ ۲۱ مه پيړۍ کې د مینځنۍ پیړیو په څیر  د تورتم ذهنیتونونو لخوا د ملکي‌ وګړو قتل عام  نه ملاتړ کوي دا ورپه یاد کړو چې د اروپايي ټولنې نړیوالو ارزښتونو ، نړیوال حقوقو پراساس او بشردوستانه ارزښتونو پر بڼسټ ولاړ سیاستونه  نه یوازې د اوکراین یا د اروپا د کومې بلې سیمې لپاره، بلکې د منځني ختیځ په ګډون د  ټولې  نړۍ لپاره د اعتبار وړ دي. په بیان راغلي‌ دي‌ چې د اروپا په راپور کې دا  دا خبره چې د حماس – اسرائیل د جګړې په اړه د تورکیې سیاستونه د اروپايي ټولنې د سیاستونو سره سمون نلري‌ د ستاینې خبره ده. دا دا خبره ستایو.



اړوند خبرونه