د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر جرمني سفر کړی
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، د اروپايي ټولنې په ځینو هېوادونو کې له فلسطینیانو سره د پیوستون د مظاهرو مخنیوی دوه ګونی معیار دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، د اروپايي ټولنې په ځینو هېوادونو کې له فلسطینیانو سره د پیوستون د مظاهرو مخنیوی دوه ګونی معیار دی.
هاکان فیدان په جرمني کې د اروپايي ټولنې د پراختیا او اصلاحاتو تر عنوان لاندې د غونډې په پای کې وویل چې د نړۍ لوبغاړي باید له دوه ګوني معیارونو ډډه وکړي.
فیدان همداراز د اروپايي ټولنې په ځینو هېوادونو کې د فلسطین په ملاتړ د مظاهرو پر بندیز هم نیوکه وکړه او ویې ویل: هغه کسان چې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې زموږ پر سپېڅلي کتاب قرآن کریم باندې د بریدونو اجازه ورکوي، د هغو کسانو مخه نیسي چې په فلسطین کې د ملکي وګړو وحشیانه وژنې غندي او غواړي مظاهرې وکړي ، دا د منلو وړ نه ده." دا دوه ګونی معیار دی.دا عدالت ندی ."
د ویلو ده چې هاکان فیدان پرون د اروپايي ټولنې د پراختیا او اصلاحاتو تر عنوان لاندې د غونډې نه د مخه د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره پر غزې د روانو بریدونو په اړه هم خبرې وکړې.