د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر جرمني ته سفر کوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د اروپایی اتحادیې د پراختیا په اړه د وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره د آلمان پلازمینې برلین ته ولاړ شي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د اروپایی اتحادیې د پراختیا په اړه د وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره د آلمان پلازمینې برلین ته ولاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي،
"زموږ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی فیدان به د اروپايي اتحادیې د پراختیا او اصلاحاتو په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې چې د جرمني د فدرال بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب د نوامبر په دویمه په برلین کې جوړیږي پدې کنفرانس کې ګډون وکړي.د ویلو ده چې پدې کنفرانس کې د اروپایي اتحادیې غړيو هیوادونو سربیره غړیتوب ته نوماند هیوادونه هم بلل کیږي. پدې کنفرانس کې به د اروپايي اتحادیې د پراخوالي پر ستراتیژۍ هم خبرې وشي.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې وزیر فیدان به له کنفرانس مخکې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بیربوک سره دوه اړخیزه غونډه وکړي او د کنفرانس په څنډه کې به له خپلو ځینو سیالانو سره هم خبرې وکړي.