ولسمشر اردوغان د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت وینا وکړه

ولسمشر اردوغان : " د تورکیې جمهوریت نن ورځ یو داسې هیواد دی چې په سیمه او نړۍ کې د بې کسو او مظلومو حامي‌‌ او ملاتړی دی ، لکه څنګه چې غازي (مصطفی کمال اتاترک) هیله درلوده."

2057567
ولسمشر اردوغان د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت وینا وکړه

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت وینا وکړه. ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې وویل چې ،

" د تورکیې جمهوریت نن ورځ یو داسې هیواد دی چې په سیمه او نړۍ کې د بې کسو او مظلومو حامي‌‌ او ملاتړی دی ، لکه څنګه چې غازي (مصطفی کمال اتاترک) هیله درلوده."

ولسمشر اردوغان  د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت  وینا وکړه.

ولسمشر ټینګار وکړ ، د تورکیې جمهوریت چې د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر په ۲۹ نېټه تاسیس او اعلان شوی، خپله لومړۍ پېړۍ یې پوره کړه او دویمه پېړۍ یې پیل کړې،  چې مونږ یې د تورکیې پېړۍ بولو.

هغه وویل، "زموږ جمهوریت، چې زموږ د څو زره کلن دولتي دود یوه نوې حلقه ده، زمونږ په  خاوره کې جوړ شوی لومړنی دولت نه دی،  بلکې وروستی دولت دی."

اردوغان وویل چې جمهوریت د دوی لپاره د ویاړ او د الهام سرچینه ده.

"نن د تورکیې جمهوریت یو داسې هیواد دی چې په خپله سیمه او نړۍ کې د بې کسو او مظلومو حامي‌ او ملاتړی دی لکه څنګه چې غازي (مصطفی کمال اتاترک) هیله درلوده."

ولسمشر اردوغان  څرګنده کړه، نن ورځ‌  تورکیه یو داسې هیواد دی چې  له قفقاز څخه نیولې تر اسیا، له ترکستان څخه تر افغانستان او فلسطینه، هر چیرې چې مظلوم او محتاج انسان وي‌ د هغوې مرستې ته دانګي‌ او د هغوې لاس نیونه کوي.

"هیڅ امپریالیستي ځواک نشي کولای چې د تورکیې جمهوریت د خوښیو، بریا او ظفر مخه ونیسي.هیڅوک نشي‌ کولې چې زمونږ ترمنځه واټن رامنځته کړي"



اړوند خبرونه