د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د  تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

ولسمشر اردوغان "موږ د خپل جمهوریت د سلمې کلیزې په رارسیدو د خوښۍ او ویاړ احساس کوو.

2057285
د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د  تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د  تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

اردوغان په خپل خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې ،

"موږ د خپل جمهوریت د سلمې کلیزې په رارسیدو د خوښۍ او ویاړ احساس کوو. زه د خپل هیواد او په ټوله نړۍ کې میشتو هیوادوالو ته د اکتوبر د میاشتې په ۲۹ مه د جمهوریت د ورځې د جشن او په ځانګړې توګه د سلمې کلیزې له امله  مبارکي وایم."

ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې زیاته کړې ده چې " د تورکیې جمهوریت د بڼسټ ایښودونکي‌ مصطفی کمال اتاترک ، د خپلواکۍ او استقلال په جګړه کې د ډیر سرښندنې سره مبارزه کوونکو  او دا خاوره يي موږ ته د وطن په توګه په میراث کې پریښي  ټولو اتلانو نه په ډیر درناوي‌ سره یادونه کوو."

"موږ به پوره سل کاله مخکې د ډیرو سختو او درندو بدلو او سرښندونو په نتیجه کې تاسیس شوي‌ تورکیې جمهوریت ، د یووالي ، اتحاد او اتفاق  په رڼا کې  د مدنیت لوړ او معاصر سویې ته د رسولو  لپاره  په ګډه کار کولو ته دوام ورکړو . مونږ د هیواد دننه او بهر میشتو خپل ټولو هیوادوالو ته د جمهوریت د سلمې کلیزې له امله د زړه له کومې مبارکي‌‌ وایم . "



اړوند خبرونه