د تورکیې جمهوریت سلن کلن شو

نن د اکتوبر ۲۹ د تورکیې جمهوریت  د سلمې کلیزې سره سمون خوري.

2057207
د تورکیې جمهوریت سلن کلن شو

نن د اکتوبر ۲۹ د تورکیې جمهوریت  د سلمې کلیزې سره سمون خوري.

د تورکیې جمهوریت د تاسیس ۱۰۰مه کلیزه  په ټول هیواد کې په ځانګړو مراسمو سره ولمانځل کیږي.

د اکتوبر د ۲۹ مې  د جمهوریت د ورځې د لمانځلو دوه مهم مرکزونه  یو پلازمینه انقره او بل استانبول دی.

د جمهوریت ورځ به د شاندارو  پروګرامونو شاهدي‌ وکړي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د دولتي چارواکو سره یو ځای د تورکیې د جمهوریت د بنسټګر مصطفی کمال اتاترک د مزار یا  انتکبیر زیارت وکړي.

د ویلو ده چې د تورکیې جمهوریت د کلیزې د لمانځولو په چوکاټ کې به د تورکیې د ملي‌ شورا په لومړنۍ ودانۍ کې هم  مراسم جوړ شي. پدې مراسمو کې به د تورکیې ملي شورا رئیس نعمان کورلتورموش ګډون وکړي.

همداشان وروسته به د پارلمان د زړه ودانۍ نه د ولس پر لورې د رسم ګذشت مراسم ترسره شي. د تورکیې د هوايي ځواکونو اړوند الوتکې به د انت کبیر د پاسه یوه په زړه پورې ننداره وړاندې کړي.

همداشان د تورکیې د  سمندري ځواکونو لخوا د هیواد  په تاریخ کې تر ټولو لوی رسم ګذشت  د تورکیې په وخت د مازیګر په ۷  بجو په باسفورس کې ترسره شي. ۱۰۰ کښتۍ ، په ځانګړي توګه TCG انادولو به په رسم ګذشت کې برخه واخلي.

له دې کښتیو سره به د تورکیې د هوايي ځواکونو اړوند  جنګي‌ الوتکې  ګډون وکړي.

ولسمشر اردوغان به په استانبول کې د رسم ګذشت په مراسمو کې د ګډون سره ، پدې مراسمو کې به ونیا وکړي.

د جولای په ۱۵ د شهیدانو پل کې به د ۲۰۲۳  ډرون الوتکې یوه ډیره ښکلې او په زړه پورې ننداره وړاندط کړي سره مظاهره وي. باسفورس پل کې به د هوايي فشنګونو او رڼآګانو ننداره هم وشي.

همداشان د هیواد په یو زیات شمیر سیمو کې به کنسرتونه هم اجراء شي.


پيوندونه: #جمهوریت , #تورکیه

اړوند خبرونه