په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې ځواکونو داځل په ایدرنه ولایت په یو کور کې تر سلو ډیر ناقانونه کډوال ونیول .
په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې ځواکونو داځل په ایدرنه ولایت په یو کور کې تر سلو ډیر ناقانونه کډوال ونیول .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په ایدرنه ولایت کې د یوه کور په حویلۍ کې تر سلو تنو ډیر کډوال د پولیسو ټیمونو لخوا ونیول شول. کډوال به د ایدرنې ولایت د کډوالۍ ادارې ته وسپارل شي ترڅو بیرته خپل هیواد ته واستول شي.
د ویلو ده چې تیره شپه پولیسو د ایدرنې ولایت د چاوش بای په کلي کې د ګزمې پر مهال د بویوک زنجیرلي په کوڅه کې یو کور ته د ګنشمیر کډوالو تګ راتګ تثبیت کړ.
وروسته پولیسو نوموړي کور چاپه واچوله او تر سلو ډیر ناقانونه کډوال يي پکې ونیول.
نیول شوي کډوال د ډیپورت په موخه د ایدرنې ولایت د کډوالۍ د چارو ریاست ته وسپارل شول.همداشان پولیسو د نوموړو کډوالو د قاچاقبرانو د نیولو په خاطر هم په پلټنو او عملیاتو پيل کړی دی.