تورکیې په افغانستان کې زلزله ځپلو ته د مرستې لاس اوږد کړ.
تورکیې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته مرستې بیړنۍ ولیږلې
تورکیې په افغانستان کې زلزله ځپلو ته د مرستې لاس اوږد کړ.
د تورکیې د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې تیرې خالي په ورځ د افغانستان په هرات ولایت کې له زلزلې وروسته سیمې ته د اړتیا وړ مرستې ولیږلې.
د دغه وزارت له ټولنيزۍ رسنۍ له لارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي،
"موږ د خپل هیواد مرستې افغانستان ته رسوو. د تورکیې هوايي ځواکونه په افغانستان کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو د ادارې لخوا تهیه شوي بیړنۍ او لومړنۍ مرستې سیمې ته ولیږلې. پدې چوکاټ کې د تورکیې د هوايي ځواکونو اړوند یوې سترې الوتکې د پلازمینې انقرې نه د سیمې پر لورې حرکت وکړ.
د ویلو ده چې د تیرې خالي په ورځ د افغانستان په هرات ولایت کې پرله پسې څو زلزلې رامنځته شوې چې له امله يي تر اوسه پورې نږدې ۲۵۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په زرګونو تنه نور ټپيان شوي دي .