اذربایجان سلجوق بیرقدار ته د عالي‌ خدماتو مډال ورکړ

د تورکیې د ټیکنالوژۍ ټیم بنسټ  ټي ۳ فاونډیشن ​​بڼسټ ایښودونکي‌ او رئیس سلجوق بیرقدار  ته د اذربایجان د خلکو او ټولنیزو نوښتونو دولتي ادارې (آسان خدمت) مډال ورکړل شو.

2045648

د بایکار د بیان له مخې، د آذربایجان د ولسمشر الهام علی یف د پریکړې سره سم، د آسان خدمت د موثرې همکارۍ مډال د آسان د خدماتو رئیس اولوی مهدییف لخوا سلجوق بیرقدار ته ورکړل شو.

د مډال ورکولو په مراسمو کې په باکو کې د تورکیې د سفیر ډاکټر جاهد باغجي سربیره په باکو کې د بایکار او د اذربایجان د خلکو او ټولنیزو نوښتونو دولتي ادارې په ګډ تعلیمي‌ مرکز کې په زده کړو بوختو محصلینو هم ګډون کړی وو.

د ویلو ده چې د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف په ۲۰۲۱ کال کې سلجوق بیرقدار ته د قره باغ په جګړه کې د ټي بي‌ ۲ ډرون الوتکو سره د ترسره کړې مرستې او ملاتړ له امله د قره باغ ځانګړی او مهم  نښان ورکړی وو.

همداشان د اذربایجان د دفاع وزیر هم بیرقدار ته د پوځي‌ همکاریو او مرستو له امله د عالي‌ خدماتو مډال او نښان ورکړی وو.

په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي‌ په حکم سلجوق بیرقدار ته د اوکراین دولتي‌ مډال او نښان ورکړ شو.

اړوند خبرونه