ولسمشر اردوغان په شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت کې د سوله ساتو ځواکونو د چلند پر خلاف سخت غبرګون وښود

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت تر حاکمیت لاندې سیمو کې د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو فزیکي مداخله په هیڅډول د تورکیې لپاره د منلو وړ نه ده.

2027594

ولسمشر اردوغان  پرون  په پلازمینه انقره کې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د کابینې د غونډې نه وروسته  ملت ته  وینا وکړه.

اردوغان د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو لخوا   د سرک د پروژې چې د بشري اړتیاوو په حل کې به مرسته وکړي د مخنیوي د هڅو په اړه وویل ،

"د تیرې جمعې په ورځ د شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت تر حاکمیت لاندې سیمه کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو فزیکي مداخله زموږ لپاره هیڅکله د منلو وړ نه ده."

اردوغان په دې باندې په تاکید سره چې په پائې کلي کې د د قبرس د تورکانو  د اوسېدو مخه نیول قانوني او بشردوستانه نه دي.

"د سوله ساتو ځواکونو لخوا هم د کلیوالو په وړاندې فزیکي مداخله او هم له مداخلې وروسته مغرزانه څرګندونو خپله بې طرفي تر سیوري لاندې راوستې ده او وار د هغه ټپي شوی اعتبار یې نور هم زیانمن کړ. د دغو چلندونو له امله چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي، له بده مرغه په ​​سیمه کې کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.

موږ پدې مداخله کې ښه نیت نه وینو. موږ تل  هڅه کوو له خپلو ګاونډیانو سره دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړو او زموږ تر منځ ستونزې لرې کړو.

ولسمشر اردوغان  څرګنده کړه، هغه څه چې د ملګرو ملتونو له سوله ساتو ځواکونو څخه تمه کېږي، هغه  د بې ثباتۍ د رامنځته  کولو پر د خپل نوم د شان سره سم ، په ټاپو کې د ټولو خواوو انساني‌ اړتیاو د حل سره مرسته کول او سولې او هوساینې ته زمینه برابرول دي.

اړوند خبرونه