تورکیې د امریکايي دجیټل نشراتي پلیټ فارم پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود
د یو امریکايي دجیټل نشراتي پلیټ فارم لخوا د اتاتورک د ژوند په اړه تلویزیوني سریال نشراتو د پروګرام نه ویستو په تورکیه کې ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي.
د یو امریکايي دجیټل نشراتي پلیټ فارم لخوا د اتاتورک د ژوند په اړه تلویزیوني سریال نشراتو د پروګرام نه ویستو په تورکیه کې ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي.
د تورکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مرستیال او د ګوند ویاند عمر چلیک امریکايي دجیټل نشراتي پلیټ فارم لخوا د تورکیې جمهوریت موسس"اتاتورک" د ژوند په اړه تلویزیوني سریال د نشراتو نه د لرې کولو په اړه غبرګون وښود.
چیلیک په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي ،
"دا د شرم خبره ده چې امریکاي دجیټل نشراتي پلیټ فارم د ارمني لابي فشار ته تسلیمدو په نتیجه کې د اتاتورک د ژوند په اړه تلویزیون سریال د کوم دلیل پرته له نشراتو حذف کړي.
د پلیټ فارم دا چلند د تورکیې جمهوریت او زموږ د ملت ارزښتونو ته سپکاوی دی.
لکه څنګه چې موږ مخکې هم په مختلفو مواردو کې ویلي دي، په امریکا کې د نسل وژنې ادعاکوونکي دغه تش په نامه شبکه د تاریخي پیښو د تحریف او د دروغو د سیاست د وسیلې په توګه کار اخلي. د دې لابي ډلو یوازینۍ موخه د تورکیې او ارمنستان د اړیکو د عادي کیدو مخنیوی دی. په وار وار دا خبره لیدل شوې ده. د دې شبکو فعالیتونه د اتاتورک او د تورکیې جمهوریت په وړاندې هیڅ اغیزه نلري. شرم دی په هغو کسانو وي چې دې شبکو ته تسلیمیږي.»