تورکیې د یو زیات شمیر هیوادونو سره دفاعي صنایعو په برخه کې تړونونه لاسلیک کړل

د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر او د تاجکستان د دفاع وزیر جنرال شیرعلي میرزو د دواړو هیوادونو ترمنځ د نظامي مالي همکاریو تړون او د نغدي مرستو د پلي کولو پروتوکول لاسلیک کړ.

2016325
تورکیې د یو زیات شمیر هیوادونو سره دفاعي صنایعو په برخه کې تړونونه لاسلیک کړل
su-25 ucak.jpg
turkiye-kenya.jpg

د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر او د تاجکستان د دفاع وزیر جنرال شیرعلي میرزو د دواړو هیوادونو ترمنځ د نظامي مالي همکاریو تړون او د نغدي مرستو د پلي کولو پروتوکول لاسلیک کړ.

ګولر په استانبول کې د شپاړلسم  نړیوال دفاعي صنایع نندارتون IDEF-2023 په چوکاټ کې دوه اړخیزې لیدنې وکړې.

په همدې لړ کې ګولر د تاجکستان د دفاع له وزیر جنرال شیرعلي میرزو سره وکتل او له غونډې وروسته یې د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د تورکیې او تاجکستان د وزیرانو ګولر او میرزو له خوا د پوځي مالي همکاریو تړون او د نغدي مرستو د پلي کولو پروتوکول لاسلیک شو.

د "دفاعي صنعت د همکارۍ تړون" د تورکیې او کینیا ترمنځ د دفاعي صنعت په برخه کې د اړیکو د بنسټیز کولو او د امنیتي ځواکونو لخوا د اړتیا وړ هر ډول دفاعي صنعت محصولاتو او خدماتو رسولو، پراختیا او تولید لپاره لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک د کینیا د دفاع وزیر اډن ډویل او د تورکيې د دفاعی صنعت د رئیس هالوک ګورګین تر منځ لاسلیک شو.

د "SU-25 جنګي الوتکو د عصري کولو پروژې قرارداد لاسلیک کولو مراسم" د تورکیې د فضايي صنایعو (TUSAŞ) او د اذربایجان د دفاع وزارت ترمنځ د IDEF په نندارتون کې لاسلیک شو.

په دې اساس، تورکیه به د اذربایجان د هوايي ځواک د قوماندې د عصري کولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د آذربایجان سو-۲۵ الوتکې عصري کړي.



اړوند خبرونه