د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست  له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ټيلیفوني‌ خبرو کې په روسیه کې د واګنر بحران په اړه خبرې وشوې.

2004321

په دې خبرو کې چې ویل شوي چې په روسیه کې د کړکېچ پای ته رسېدو سره په اوکراین کې د نه جبرانېدونکې بشري ناورین مخه نیول شوې.

 د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هیله څرګنده کړه چې په روسیه کې پرمختګونه به په اوکراین کې د عادلانه سولې په لاره کې یو نوی پړاو وي.

په دې ټیلیفوني‌ خبرو کې چې په ناټو کې د سویډن پر غړیتوب هم خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌  چې  د سویډن د غړیتوب په اړه د تورکیې رغنده چلند دوام لري، خو تر هغه چې سویډن  د بېلتون غوښتونکې ترهګرې ډلې PKK/PYD/YPG ملاتړ ته دوام وکړي  او  په دغه هېواد کې په ازادانه ډول فعالیت کوي، ددې هیواد لخوا د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په قانون کۍ اصلاحات هیڅ کومه معنا نلري.

په دې ټیلیفوني‌ خبرو کې د F-35 جنګي الوتکو په برخه کې  د تورکیې سره د شوې بې عدالتۍ (د F-35 پروګرام څخه د تورکیې ایستل) او پر تورکیې د F-16 جنګي الوتکو د پلورولو مسئلې ته په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب سره تړاو ورکول په اصل کې تورکیې ته نه بلکې پخپله ناټو سازمان امنیت ته تر ټولو زیان رسوي‌ .

اړوند خبرونه