د استانبول پولیسو یو تن بهرنی داعشي‌ چې د بمي‌ برید لپاره چمتوالی نیولی وو ونیو

په استانبول کې د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې یو بهرنی تبعه چې په تورکیه کې د ترهګریز برید په طرحه کولو بوخت وو ونیول شو.

2003659

د استانبول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو د افشا کولو لپاره عملیات پیل کړي‌ وو.

پولیسو د استانبول د باغچیلي یولر په ولسوالۍ کې یو مشکوک  ادرس تثبیت کړ. پولیسو د تیرې یکشبنې په ورځ د جون په ۱۸ مه نیټه په نوموړې مشکوک ادرس چاپه واچوله.

پدې چاپه کې یو تن بهرنی داعشي‌ ترهګر چې د بمي‌ برید لپاره يي چمتوالی نیولی وو ونیو.

پدې کور  کې د پلټنو په ترڅ کې  دوه میله وسلې، دوه مجلې، ګڼ شمیر هغه مواد چې ټاکل شوې وه په بم جوړولو کې ترې کار واخیستل شي، تنظیمي اسناد او ډیجیټل مواد نیول شوي دي.

په ډیجیټل موادو کې د بم جوړولو او بریدونو په اړه د روزنې ویډیوګانې شتون لري.

شکمن کس د پولیسو په مرکز کې د تحقیقاتو نه  وروسته عدلي‌ مراجعو ته وسپارل شو.

پيوندونه: #داعش , #استانبول

اړوند خبرونه