د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تسلیت مراتب وړاندې کړل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته خواخوږي څرګنده کړه.
2002028
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته خواخوږي څرګنده کړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اردوغان له شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني خبرو کې اردوغان د پاکستان له هغو اتباعو سره خواخوږي څرګنده کړه چې د یونان په سواحلو کې د مهاجرو د کښتۍ د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ولسمشر اردوغان په دې غمجنه پیښه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره وویل چې د پاکستان د خلکو په درد کې ځان شریک بولو.
د جون په ۱۴مه د یونان په سواحلو کې د مهاجرو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۸۱ تنو ناقانونه کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۰۴ تنه یې وژغورل شول.
په وژل شویو کې د سوریې، مصر، پاکستان او فلسطین اتباع هم شامل دي.