تورکیه د الکترونیکي ټاکنو سیستم ته تیریدو  ته چمتوالی  نیسي.

تورکیه د الکترونیکي ټاکنو سیستم ته تیریدو  ته چمتوالی  نیسي.

2000599
تورکیه د الکترونیکي ټاکنو سیستم ته تیریدو  ته چمتوالی  نیسي.

تورکیه د الکترونیکي ټاکنو سیستم ته تیریدو  ته چمتوالی  نیسي.

د تورکیې د  ټاکنو د عالي شورا رئیس احمد ینیر د دې سیسټم په اړه چې په ډیری هیوادونو لکه د امریکا، سویس، استونیا او برازیل  کارول کیږي په اړه خبرې کولې، وویل ، دا د تورکیې لپاره اړینه ده چې الکټرونیک سیستم ته تیر شو. د الکټرونیک ټاکنو سیستم په اړه به چارې  د  سیمه ایزو ټولټاکنو یعنې  د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۳۱ مې نیټې نه وروسته چټک شي.

ینر ټینګار وکړ چې ټاکنې د برېښنايي حکومت پر سر هم کېدای شي.

ینر د الکترونیکي ټاکنو د سیسټم د پلي کولو څرنګوالي په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې دې ته اشاره وکړه چې یوه ازمایښتي سیمه غوره کیدی شي. هغه وویل چې په لومړي پړاو کې کیدای شي‌ چې د هیواد نه بهر میشتو ترکانو سره دا سیستم وازمایل شي.

د الکترونیکي رایې ورکولو سیسټم ته د لیږد په صورت کې، تöرکیه به د لوی مالي بار څخه ځان خلاص کړي. سربیره پردې، نوی سیسټم به د رایې ورکوونکو لپاره یوه لویه اسانتیا وي.

 



اړوند خبرونه